د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري پرون په سعودي عربستان کې د دغه هېواد پاچا سلمان بن عبدالعزيز او خپل سعودي سيال عادل الجبير سره د ليدنې په مهال د ايران لخوا د لبنان حزب الله ډلې ته د وسلو پر لېږد اندېښنه وښوده.

جان كېري په يو خبري کنفرانس کې وويل، که څه هم حزب الله ډله يو سياسي ګوند بلل کېږي،خو دا مهال ورسره ۸۰ زره توغندي موجود دي، چې د سيمې د امنيت لپاره يو ګواښ بلل کېږي.
د لبنان حزب الله ډله، چې په سيمه کې د اسراييلو تر ټولو سخته مخالفه ډله بلل کېږي، د ايران حکومت يې په ملاتړ تورن دى، چې تل له نړيوالو نيوکو سره مخ وي.