ads

امريكا كې د واورې طوفان ۱۹ تنه مړه كړي

د امريکا په ختيځو ايالتونو کې د واورې طوفان له كبله د مړو شويو کسانو شمېر ۱۹ تنو ته پورته شوى دى. رپوټونه وايي، لس زره الوتنې ځنډول شوې دي او د هوا پېژندنې ادارو خبردارى ورکړى، چې ښايي نن د دغه واورين طوفان تر ټولو خطرناکه څپه د امريکا يو شمېر ايالتونه وځپي. د […]

نویسنده: The Killid Group
4 سلواغه 1394
امريكا كې د واورې طوفان ۱۹ تنه مړه كړي

د امريکا په ختيځو ايالتونو کې د واورې طوفان له كبله د مړو شويو کسانو شمېر ۱۹ تنو ته پورته شوى دى. رپوټونه وايي، لس زره الوتنې ځنډول شوې دي او د هوا پېژندنې ادارو خبردارى ورکړى، چې ښايي نن د دغه واورين طوفان تر ټولو خطرناکه څپه د امريکا يو شمېر ايالتونه وځپي.

د امريکا په ختيځو ايالتونو کې د واورې طوفان له كبله د مړو شويو کسانو شمېر ۱۹ تنو ته پورته شوى دى.
رپوټونه وايي، لس زره الوتنې ځنډول شوې دي او د هوا پېژندنې ادارو خبردارى ورکړى، چې ښايي نن د دغه واورين طوفان تر ټولو خطرناکه څپه د امريکا يو شمېر ايالتونه وځپي.
د چارواکو په وينا، د مرکز واشنګټن په ګډون يې په ۱۱ ايالتونو کې بېړنى حالت اعلان کړى او خلکو ته پخپلو کورونو کې د پاتې کېدو سپارښتنه شوې ده.
له تېرې جمعې ورځې راهيسې د دغه طوفان له كبله لسګونه زره کسان د برېښنا له نعمت څخه بې برخې شوي، ټرانسپورټي چارې هم ځنډول شوي او په يو شمېر سيمو کې رسمي ادارې او ښوونځي تړل شوي دي.
د هوا پېژندنې ادارې ويلي، ښايي نن د ورځې په اوږدو کې په نيويارک ښار کې تر دوه فوټو پورې واوره وشي، چې له كبله يې په دغه ښار کې هم بېړنى حالت اعلان شوى دى.
د واورې دغه طوفان د امريکا په تاريخ کې تر ټولو خطرناك بلل شوى دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA