يو واورين طوفان د امريکا ختيځو او مرکزي سيمو ته رسېدلى دى او همدا راز شل نور ايالتونه هم د واورې طوفان کې راګير شوي دي. په واشنګټن او نيورياک کې يو نيم فټ واوره ورېدلې ده، چې ورځنۍ چارې يې له خنډ او ځنډ سره مخ کړې دي.
يو واورين طوفان د امريکا ختيځو او مرکزي سيمو ته رسېدلى دى او همدا راز شل نور ايالتونه هم د واورې طوفان کې راګير شوي دي.
په واشنګټن او نيورياک کې يو نيم فټ واوره ورېدلې ده، چې ورځنۍ چارې يې له خنډ او ځنډ سره مخ کړې دي.
امريکايي هوا پېژندنې ادارو په طوفاني سيمو کې بېړنى حالت اعلان کړى دى، ټولې حکومتي ادارې تړلې دي، تر اوسه پنځه زره الوتنې لغوه شوې دي.
همدا راز په نيويارک او واشنګټن کې د اورګاډو تګ راتګ درول شوى او خلکو ته د احتياطي تدابيرو د نيولو حکم شوى دى.
د هوا پېژندنې ادارې ويلي، چې ښايي د يکشنبې تر ورځې واورې ورېدل دوام وکړي.
په واشنګټن کې د باسکټبال لوبه ځنډول شوې ده او چارواکو وېره څرګند کړې، چې له سختې واورې ورېدو سره به د برېښنا جريان هم پرې شي.
امريکايي چارواکو ويلي، چې دغه د واورې طوفان په دغه هېواد کې له تېرو سلو کلونو راهيسې تر ټولو خطرناك بلل شوى دى.