ads

راتلونکې مياشت د هند او پاکستان مذاکرات پيلېږي

ټاکل شوې راتلونکې ميلادي مياشت د هند او پاکستان د بهرنيو چارو وزارتونو په کچه مذاکرات پيل شي. پاکستاني رسنيو د چارواکو له قوله ويلي، چې ښايي دغه مذاکرات د اسلام اباد په ځاى په نوي ډيلي کې ترسره شي. ټاکل شوې راتلونکې ميلادي مياشت د هند او پاکستان د بهرنيو چارو وزارتونو په کچه […]

نویسنده: The Killid Group
3 سلواغه 1394
راتلونکې مياشت د هند او پاکستان مذاکرات پيلېږي

ټاکل شوې راتلونکې ميلادي مياشت د هند او پاکستان د بهرنيو چارو وزارتونو په کچه مذاکرات پيل شي. پاکستاني رسنيو د چارواکو له قوله ويلي، چې ښايي دغه مذاکرات د اسلام اباد په ځاى په نوي ډيلي کې ترسره شي.

ټاکل شوې راتلونکې ميلادي مياشت د هند او پاکستان د بهرنيو چارو وزارتونو په کچه مذاکرات پيل شي.

پاکستاني رسنيو د چارواکو له قوله ويلي، چې ښايي دغه مذاکرات د اسلام اباد په ځاى په نوي ډيلي کې ترسره شي.

د هند “ده هندو” او “ايشين ايچ” خبري شبکو ويلي، چې ټاکل شوې وه دغه خبرې په اسلام اباد کې ترسره شوې واى، خو په وينا يې ښايي مذاکراتو لپاره نوى ډيلى غوره وبلل شي.

يادو هندي رسنيو ته د هند يو لوړ پوړي چارواکي ويلي، چې د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزارتونو د مرستيالانو په کچه د دغو خبرو زيات تمرکز به له ترهګرۍ سره پر مبارزې او د دواړو هېوادونو پر سرحدي شخړو وي.

ياد هندي چارواکي ويلي، چې ټاکل شوې وه دغه مذاکرات په روانې جنوري مياشت كې پيل شوي واى، خو د ځينو ملحوظاتو له کبله دا خبرې فبروري مياشتې ته وځنډېدې.

هند له پاکستان سره د سولې خبرې وروسته له هغې وځنډولې، چې څو اونۍ وړاندې د هند د پټان کوټ پر هوايي اډې د يوه ډله وسله والو، چې ظاهراً له پاکستانه ورغلي وو، بريد كې اووه هندي سرتېري ووژل شول او يو شمېر نور ټپيان شول.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA