ads

كېمرون: مسلمانې مېرمنې دې يا انګليسي زده كړي، يا دې بريټانيا پرېږدي

د بريټانيا صدراعظم ډيويډ كېمرون خبردارى وركړى، چې په دغه هېواد كې مېشتې مسلمانې مېرمنې دې انګليسي زده كړي يا دې له دې هېواد څخه ووځي. نوموړي په لندن كې د نورو ټولنو مېرمنو ته د انګليسي د ورزده كولو په پروګرام كې د وينا پر مهال وويل، كومې مېرمنې چې په انګليسي نه پوهېږي، […]

نویسنده: The Killid Group
29 مرغومی 1394
كېمرون: مسلمانې مېرمنې دې يا انګليسي زده كړي، يا دې بريټانيا پرېږدي

د بريټانيا صدراعظم ډيويډ كېمرون خبردارى وركړى، چې په دغه هېواد كې مېشتې مسلمانې مېرمنې دې انګليسي زده كړي يا دې له دې هېواد څخه ووځي.
نوموړي په لندن كې د نورو ټولنو مېرمنو ته د انګليسي د ورزده كولو په پروګرام كې د وينا پر مهال وويل، كومې مېرمنې چې په انګليسي نه پوهېږي، هغوى د داعش په څېر ترهګرو ډلو لخوا ژر په نښه كېږي او تر اثر لاندې يې راځي. د بريټانيا صدراعظم ډيويډ كېمرون خبردارى وركړى، چې په دغه هېواد كې مېشتې مسلمانې مېرمنې دې انګليسي زده كړي يا دې له دې هېواد څخه ووځي.
نوموړي په لندن كې د نورو ټولنو مېرمنو ته د انګليسي د ورزده كولو په پروګرام كې د وينا پر مهال وويل، كومې مېرمنې چې په انګليسي نه پوهېږي، هغوى د داعش په څېر ترهګرو ډلو لخوا ژر په نښه كېږي او تر اثر لاندې يې راځي.
د كېمرون په وينا، ځكه يې حكومت پتيېلې ده چې له نورو هېوادونو څخه دې هېواد ته ورغلې مېرمنې كم تر كمه سټنډرډ انګليسي  زده كړي: (( زموږ پروګرام به نور داسې وي چې له نورو هېوادونو څخه راغليو او د بريټانيا لخوا په تابعيت منل شويو مېرمنو نه به دوه نيم كاله وروسته د انګليسي ټيسټ اخستل كېږي، تر څو حكومت معلومه كړاى شي چې دغو مېرمنو انګليسي په بشپړه توګه زده كړې ده.))
كېمرون زياته كړه، كومو مسلمانو مېرمنو چې انګليسي نه وه زده كړې، په بريټانيا كې د اوسېدو هېڅ ضمانت نه شي وركولى او څوك چې نوي دې هېواد ته ورځي هغوى هم بايد په بريټانيا كې د اوسېدو لپاره ځينې مسووليتونه ادا كړي.
د بريټانيا د حكومت د معلوماتو پر اساس دا وخت په دغه هېواد كې ۲۷ لكه مسلمانان اوسي چې ۱۹۰ زره يې مېرمنې دي.
په دغو مېرمنو كې يې ۲۲ فيصده داسې ښودل شوي چې يا يې ا نګليسي نه ده زده يا بيخي كمزورې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA