ads

سوريه كې ۴۰۰ زره كسان له لوږې سره مخ دي

ملګري ملتونه وايي، د سوريې په ۱۵ سيمو كې شاوخوا ۴۰۰ زره كسان په كلابندو شوو سيمو كې له لوږې سره مخ دي.لږ تر لږه له دريو هغو ښارونو د لوږې له كبله د مړينو رپوټونه هم وركړل شوي چې اوسېدونكي يې له دمشق څخه د مرستو د ورسېدو انتظار كوي.په سوريه كې د بې […]

نویسنده: The Killid Group
21 مرغومی 1394
سوريه كې ۴۰۰ زره كسان له لوږې سره مخ دي

ملګري ملتونه وايي، د سوريې په ۱۵ سيمو كې شاوخوا ۴۰۰ زره كسان په كلابندو شوو سيمو كې له لوږې سره مخ دي.
لږ تر لږه له دريو هغو ښارونو د لوږې له كبله د مړينو رپوټونه هم وركړل شوي چې اوسېدونكي يې له دمشق څخه د مرستو د ورسېدو انتظار كوي.
په سوريه كې د بې پولې ډاكټرانو ټولنه وايي چې تر دې مهاله ۲۳ تنه د لوږې له كبله مړه شوي دي.
مرستندويې ادارې هڅه كوي څو دمشق ته نېږدې مضايا او دوه نورو سيمو ته مرستې ورسوي. ملګري ملتونه وايي، د سوريې په ۱۵ سيمو كې شاوخوا ۴۰۰ زره كسان په كلابندو شوو سيمو كې له لوږې سره مخ دي.
لږ تر لږه له دريو هغو ښارونو د لوږې له كبله د مړينو رپوټونه هم وركړل شوي چې اوسېدونكي يې له دمشق څخه د مرستو د ورسېدو انتظار كوي.
په سوريه كې د بې پولې ډاكټرانو ټولنه وايي چې تر دې مهاله ۲۳ تنه د لوږې له كبله مړه شوي دي.
مرستندويې ادارې هڅه كوي څو دمشق ته نېږدې مضايا او دوه نورو سيمو ته مرستې ورسوي.
د شنبه په ورځ، د يوې هوكړې له مخې، مرستندويه ادارو اجازه تر لاسه كړه څو دريو كليو ته خپلې مرستې ورسوي.
له دې ډلې د مضايا سيمه له سوري ځواكونو سره ده او دغه راز په ادليب كې د فووا او كفرايا كلي بيا د سوري حكومت مخالف جنګيالي كنټرولوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA