ads

سوريه: د القاعده په زندان هوايي بريد، ۶۰ مړه، ۳۰ ټپيان

د سوريې په ادلب ولايت كې د القاعده پر زندان د روسي هوايي ځواكونو په بمبار كې د  ۶۰ كسان وژل شوي او ۳۰ نور ټپيان دي.په سوريه كې د بشري حقونو شبكه وايي، روسي هوايي ځواكونو د ادلب په يو كلي معرالنعمان كې د يو مشهور ماركيټ څنګ ته پرته وداني په نښه كړې […]

نویسنده: The Killid Group
20 مرغومی 1394
سوريه: د  القاعده په زندان هوايي بريد، ۶۰ مړه، ۳۰ ټپيان

د سوريې په ادلب ولايت كې د القاعده پر زندان د روسي هوايي ځواكونو په بمبار كې د  ۶۰ كسان وژل شوي او ۳۰ نور ټپيان دي.
په سوريه كې د بشري حقونو شبكه وايي، روسي هوايي ځواكونو د ادلب په يو كلي معرالنعمان كې د يو مشهور ماركيټ څنګ ته پرته وداني په نښه كړې او دغه مرګ ژوبله يې په كې اړولې ده.

 

د سوريې په ادلب ولايت كې د القاعده پر يو زندان د روسي هوايي ځواكونو په بمبار كې ۶۰ كسان وژل شوي او ۳۰ نور ټپيان دي.
په سوريه كې د بشري حقونو شبكه وايي، روسي هوايي ځواكونو د ادلب په يو كلي معرالنعمان كې د يو مشهور ماركيټ څنګ ته پرته وداني په نښه كړې او دغه مرګ ژوبله يې په كې اړولې ده.
معره النعمان د ياغيانو په ولكه كې سيمه ګڼل كېږي او ويل شوي چې په نښه شوې ودانۍ كې القاعده شبكې خپل زندان جوړ كړى و.
پر دغه زندان د روسي هوايي ځواكونو لخوا په ۶۰ وژل شويو كسانو كې ۲۱ ملكيان، ۲۹ القاعده جنګيالي او ۷ بنديان شامل دي.
راپورونه وايي، په هوايي بريد كې د زندان ودانۍ په بشپړ ډول له منځه تللې چې ټپيان او مړي د ودانۍ له ملبې لاندې شوي خو وروسته را ايستل شوي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA