له تهران سره تر ډپلوماټيكو اړيكو غوڅولو وروسته سعودي عربستان له خپلې خاورې د ايران ټول سفارتي ډيپلوماټان وايستل.
د عرب نيوز په قول، په سعودي كې د ايران سفارت ۳۰ ډپلوماټان بېګا ( سه شنبه ناوخته) شپه مهال له دغه هېواده وتلي دي.
دغو ډپلوماټانو په رياض كې د ايران په سفارت او جده كې د ايران په كونسلګرۍ كې كار كاوه او د سعودي حكومت لخوا ورته له دغه هېواده د وتو لپاره ۴۸ ساعته ضرب الاجل وركړل شوى و. له تهران سره تر ډپلوماټيكو اړيكو غوڅولو وروسته سعودي عربستان له خپلې خاورې د ايران ټول سفارتي ډيپلوماټان وايستل.
د عرب نيوز په قول، په سعودي كې د ايران سفارت ۳۰ ډپلوماټان بېګا ( سه شنبه ناوخته) شپه مهال له دغه هېواده وتلي دي.
دغو ډپلوماټانو په رياض كې د ايران په سفارت او جده كې د ايران په كونسلګرۍ كې كار كاوه او د سعودي حكومت لخوا ورته له دغه هېواده د وتو لپاره ۴۸ ساعته ضرب الاجل وركړل شوى و.
د ايران او سعودي تر منځ اړيكې وروسته له هغې سختې كړكېچنې شوې چې رياض د ۴۷ حكومت ضد كسانو د اعدام په لړۍ كې شيعه ملا شيخ النمر هم اعدام كړ.
ايرانيانو د دې اقدام په ځواب كې په تهران كې د سعودي پر سفارت بريد وكړ، خو سعودي، بحرين، سوډان او كويت هم سمدواره له ايران سره د ډپلوماټيكو اړيكو پرې كولو اعلان وكړ.
په ملګرو ملتونو كې د سعودي دايمي استازي عبدالله المعلمي ويلي، كه ايران د نورو هېوادونو په كورنيو چارو كې لاسوهنه بنده كړي نو د سعودي لخوا ورسره ډپلوماټيكې اړيكې بېرته ټينګېداى شي.