تركي امنيتي مسوولينو د ايګين ساحل په دوه بېلا بېلو برخو كې د ۳ ماشومانو په ګډون د ۳۶ كډوالو مړي موندلي دي.
ويل كېږي دغو كډوالو غوښتل د ژمي په يخه هوا كې د يونان ليسبوس ټاپو ته ځانونه ورسوي چې په سخته سمندري لاره يې كښتۍ ډوبې شوې دي.
چارواكو ويلي، تر اوسه معلومه نه ده چې دا به د څو كښتيو كسان وي او په دغو كښتيو كې به څومره كډوال سپاره وو؟ تركي امنيتي مسوولينو د ايګين ساحل په دوه بېلا بېلو برخو كې د ۳ ماشومانو په ګډون د ۳۶ كډوالو مړي موندلي دي.
ويل كېږي دغو كډوالو غوښتل د ژمي په يخه هوا كې د يونان ليسبوس ټاپو ته ځانونه ورسوي چې په سخته سمندري لاره يې كښتۍ ډوبې شوې دي.
چارواكو ويلي، تر اوسه معلومه نه ده چې دا به د څو كښتيو كسان وي او په دغو كښتيو كې به څومره كډوال سپاره وو؟
رويټرز اژانس د مړو د موندنې د جزياتو په اړه د تركي سمندري پولو ساتونكو له قوله ويلي، ۲۴ مړي يې په غرني ايواليك ساحل كې پيدا كړي او ۱۲ نور كسان يې له مرګه ژغورلي دي خو ۱۰ نور يې په ديكيلي سمندرغاړه كې هم موندلي دي چې تر اوسه د يو ډوب شوي هويت هم نه دى په ډاګه شوى.
چارواكو ويلي، دمګړۍ درې پلټونكې كښتۍ او يو هليكوپټر د نورو كسانو د ژغورنې يا د هغوى د مړو په موندلو پسې پلټنې كوي.
د ژمي په رارسېدو اروپا ته د تركيې له لارې د كډوالو بهير سست شوى خو ويل كېږي د كډوالو دا قاچاقي ډله يې شايد وروستۍ هغه نه وي.