د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله نن د كابل په وخت د مازيګر په پنځه نيمو بجو د جنوبي اسيا د فوټبال سياليو په نيمه پايلوبه کې د سريلانکا له لوبډلې سره د لوبې ډګر ته وځي.
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله نن د كابل په وخت د مازيګر په پنځه نيمو بجو د جنوبي اسيا د فوټبال سياليو په نيمه پايلوبه کې د سريلانکا له لوبډلې سره د لوبې ډګر ته وځي.
تر دې وړاندې به نن د كابل په وخت دوه نيمې بجې د هند او مالديف د فوټبال لوبډلو ترمنځ لومړۍ نيمه پايلوبه ترسره شي.
د نننيو دواړو لوبو ګټونكې لوبډلې به د راتلونكې دوشنبې په ورځ په پايلوبه كې سره مخامخ شي.
افغانستان د روان سياليو درې لوبې په ډېرو ګولونو ګټلې دي او له دې کبله يې روحيه خورا لوړه ده.
له ۲۰۰۳ ميلادي کال راهيسې د افغانستان او سريلانكا د فوټبال لوبډلې ۷ ځلې مخامخ شوې دي، چې ۵ لوبې افغانستان ګټلي، يوه لوبه مساوي شوې او سريلانكا يوازې يو ځل برى ترلاسه كړى دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ