ټاكل شوې د افغانستان او زمبابوې تر منځ د لوبو دويم سيريز، چې دا ځل به يې افغانستان كوربه توب كوي، د روانې ډسمبر مياشتې په ۲۵مه نېټه پيل شي.
ټاكل شوې د افغانستان او زمبابوې تر منځ د لوبو دويم سيريز، چې دا ځل به يې افغانستان كوربه توب كوي، د روانې ډسمبر مياشتې په ۲۵مه نېټه پيل شي.
د افغانستان د كورني كركټ مسوول نظيم جار عبدالرحيمزي له كليد سره په ځانګړې مركه كې وويل، چې د افغانستان او زمبابوې تر منځ لومړۍ لوبه د روانې ډسمبر مياشتې په ۲۵ مه، دويمه په ۲۹ مه، درېيمه د جنوري په دويمه، څلورمه د جنوري په څلورمه او پنځمه د جنوري په شپږمه نېټه ترسره كېږي.
د هغه په وينا، دغه راز دوه شل اوريزې لوبې هم د جنوري په اتمه او لسمه نېټه ترسره كېږي.
نوموړي زياته كړه، ټاكل شوې دغه لوبې د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي كې ترسره شي.
عبدالرحيمزي ټينګار وكړ، چې دغه لوبې به پر ټلويزيون په ژوندۍ بڼه خپرې شي.
د يادولو، چې تر دې وړاندې هم افغانستان او زمبابوې د زمبابوې په كوربه توب سيريز ترسره كړ، چې افغانستان وګاټه.