د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې د نړيوالو يو ورځنيو سياليو په لړۍ کې له تاريخي او ريکارډ جوړوونکې برياوروسته پرون د كوربه هېواد زمبابوې لوبډلې ته په لومړۍ نړيواله شل اوريزه سيالۍ کې هم ماتې ورکړه.
د پرونۍ لوبې پچه د زمبابوې لوبډلمشر وګټله او د توپوهنې پرېکړه يې وکړه. د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې د نړيوالو يو ورځنيو سياليو په لړۍ کې له تاريخي او ريکارډ جوړوونکې برياوروسته پرون د كوربه هېواد زمبابوې لوبډلې ته په لومړۍ نړيواله شل اوريزه سيالۍ کې هم ماتې ورکړه.
د پرونۍ لوبې پچه د زمبابوې لوبډلمشر وګټله او د توپوهنې پرېکړه يې وکړه.
دوى په ټاکلو شلو اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۳ منډې جوړې كړې او افغان لوبډلې ته يې د ۱۵۴ منډو هدف ورکړ، خو د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې ورکړل شوی هدف د سيالۍ په وروستي اوور کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو بشپړ کړ.
دولت ځدراڼ د سيالۍ غوره لوبغاړی ونومول شو.
د افغانستان او زمبابوې ترمنځ به دوهمه نړيواله شل اوريزه لوبه سبا ترسره شي.