د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پرون د پنځو يو ورځنيو لوبو د لړۍ وروستۍ لوبه كې زمبابوې ته په ماتې ورکولو سره د دې لړۍ درې لوبې وګټلې او د كركټ په تاريخ كې يې نوى ريکارډ جوړ کړ.
افغانستان د کرکټ د نړيوالې شورا د دويمې درجې لومړنى هېواد شو، چې د دغې شورا له لومړۍ درجې هېواد څخه د لوبو لړۍ ګټي. د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پرون د پنځو يو ورځنيو لوبو د لړۍ وروستۍ لوبه كې زمبابوې ته په ماتې ورکولو سره د دې لړۍ درې لوبې وګټلې او د كركټ په تاريخ كې يې نوى ريکارډ جوړ کړ.
افغانستان د کرکټ د نړيوالې شورا د دويمې درجې لومړنى هېواد شو، چې د دغې شورا له لومړۍ درجې هېواد څخه د لوبو لړۍ ګټي.
افغانستان پرون د پنځو يو ورځنيو لوبو د لړۍ وروستۍ لوبه كې زمبابوې ته په ۷۳ منډو ماتې وركړه.
افغانستان تر دې وړاندې د لومړۍ درجې غړيتوب لرونکي هېواد بنګله دېش څخه يوه لوبه ګټلې وه، خو دا لومړى ځل دى، چې له يوې داسې لوبډلې څخه درې لوبې ګټي.
جمهور رئيس محمد اشرف غني، اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله او ګڼ شمېر نورو چارواکو هېوادوالو ته د دې بريال مبارکي ورکړې او د ملي لوبغاړو ستاينه يې کړې ده.