په خوست ولايت کې د شيخ زايد پوهنتون د محصلينو چارو معاونيت له لوري د دې پوهنتون د بېلابېلو پوهنځيو محصلينو ترمنځ د کرکټ پيل شوې سيالۍ تېره ورځ پاى ته ورسېدې.
په خوست ولايت کې د شيخ زايد پوهنتون د محصلينو چارو معاونيت له لوري د دې پوهنتون د بېلابېلو پوهنځيو محصلينو ترمنځ د کرکټ پيل شوې سيالۍ تېره ورځ پاى ته ورسېدې.
د شيخ زايد پوهنتون د سپورټ کمېټې مشر محمد نديم اندېش وويل، په هر سمسټر کې د محصلينو ترمنځ د کرکټ او فوټبال لوبې ترسره کېږي، چې دا ځل هم د کرکټ په برخه کې د ۱۲پوهنځيو، د مامورينو او ليليې لوبډلو ترمنځ ټورنمنټ جوړ شوى و.
د نوموړي په خبره، له دې سياليو يې هدف دا و، چې محصلين د خپلو زده کړو ترڅنګ د سپورټ برخې ته هم وهڅېږي او يادې برخې ته پرمختګ ورکړي.
اندېش زياتوي، چې ګټونکې لوبډلې او غوره لوبغاړو ته يې ډالۍ هم په پام کې نيولې وې.
بلخوا د کرکټ لوبغاړي په دې خوښ دي، چې د پوهنتون په داخل کې ورته د لوبو کولو زمينه برابره شوې ده.
دوى غوښتنه کوي، چې د کرکټ په برخه کې دې ورته سم لوبغالى ورغول شي، ترڅو په کې خپلې لوبې په ښه شان ترسره کړي.
د خوست ځوانان له کرکټ سره ځانګړې مينه لري، د دوى دا مينه د دې سبب شوې، چې پر نورو ځايونو سربېره په تعليمي ځايونو کې هم دې لوبې ته ځانګړى وخت ورکوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ