د افغانستان د كرکټ ملي لوبډله نن د کوربه هېواد زمبابوې له ملي لوبډلې سره څلورمه يو ورځنۍ يا پنځوس اوريزه لوبه كوي. دا لوبه د كابل په وخت د غرمې په دولسو بجو پيلېږي.
د افغانستان د كرکټ ملي لوبډله نن د کوربه هېواد زمبابوې له ملي لوبډلې سره څلورمه يو ورځنۍ يا پنځوس اوريزه لوبه كوي.
دا لوبه د كابل په وخت د غرمې په دولسو بجو پيلېږي.
د يادونې وړ ده، چې د افغانستان او زمبابوې تر منځ د کرکټ يو ورځنيو لوبو د لړۍ لومړۍ او درېيمه زمبابوې او دويمه لوبه افغانستان ګټلې وه.
د افغانستان د كركټ ملي لوبډله د زمبابوې له لوبډلې سره د پنځو يو ورځنيو او دوو ۲۰ اوريزو لوبو لپاره دغه هېواد ته تللې ده.