ads

افغانستان د كركټ په لوبه كې له زمبابوې ماتې وخوړه

زمبابوې د کرکټ په درېيمه يو ورځنۍ نړيواله لوبه کې پرون افغانستان ته ماتې ورکړه.د لوبې پچه د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې وګټله او د توپ وهنې پرېكړه يې وكړه.افغان لوبډلې په ټاکل شويو ۵۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۲۲۳ منډې جوړې کړې او د زمبابوې لوبډلې ته يې ۲۲۴ منډې […]

نویسنده: The Killid Group
29 تله 1394
افغانستان د كركټ په لوبه كې له زمبابوې ماتې وخوړه

زمبابوې د کرکټ په درېيمه يو ورځنۍ نړيواله لوبه کې پرون افغانستان ته ماتې ورکړه.
د لوبې پچه د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې وګټله او د توپ وهنې پرېكړه يې وكړه.
افغان لوبډلې په ټاکل شويو ۵۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۲۲۳ منډې جوړې کړې او د زمبابوې لوبډلې ته يې ۲۲۴ منډې هدف وټاكه، خو د زمبابوې لوبډلې په ډېر احتياط سره لوبه وکړه او ياد هدف يې په پنځوسم اوور کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو پوره كړ او لوبه يې وګټله. زمبابوې د کرکټ په درېيمه يو ورځنۍ نړيواله لوبه کې پرون افغانستان ته ماتې ورکړه.
د لوبې پچه د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې وګټله او د توپ وهنې پرېكړه يې وكړه.
افغان لوبډلې په ټاکل شويو ۵۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۲۲۳ منډې جوړې کړې او د زمبابوې لوبډلې ته يې ۲۲۴ منډې هدف وټاكه، خو د زمبابوې لوبډلې په ډېر احتياط سره لوبه وکړه او ياد هدف يې په پنځوسم اوور کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو پوره كړ او لوبه يې وګټله.
د يادونې وړ ده، چې د افغانستان او زمبابوې تر منځ د کرکټ يو ورځنيو لوبو د لړۍ دويمه لوبه افغانستان او لومړۍ زمبابوې ګټلې وه.
د دواړو هېوادونو د كركټ لوبډلو ترمنځ به څلورمه يو ورځنۍ نړيواله لوبه سبا ترسره شي.
د افغانستان د كركټ ملي لوبډله د زمبابوې له لوبډلې سره د پنځو يو ورځنيو او دوو ۲۰ اوريزو لوبو لپاره دغه هېواد ته تللې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA