ads

افغانستان له زمبابوې څخه خپل غچ واخيست

د افغانستان د كرکټ ملي لوبډلې پرون په دويمه نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې د کوربه هېواد زمبابوې لوبډلې ته ستره ماتې ورکړه.د لوبې پچه افغان لوبډلمشر اصغر ستانکزي وګټله او د توپوهنې پرېکړه يې وکړه.افغان لوبډلې په ټاکل شويو پنځوس اورونو كې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۲۷۱ منډې جوړې کړې او سيالې لوبډلې […]

نویسنده: The Killid Group
27 تله 1394
افغانستان له زمبابوې څخه خپل غچ واخيست

د افغانستان د كرکټ ملي لوبډلې پرون په دويمه نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې د کوربه هېواد زمبابوې لوبډلې ته ستره ماتې ورکړه.
د لوبې پچه افغان لوبډلمشر اصغر ستانکزي وګټله او د توپوهنې پرېکړه يې وکړه.
افغان لوبډلې په ټاکل شويو پنځوس اورونو كې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۲۷۱ منډې جوړې کړې او سيالې لوبډلې ته يې ۲۷۲ منډې هدف وټاكه، خو د زمبابوې لوبډلې په ۴۶ اعشاريه ۴ اورونو كې د ټولو لسو لوبغاړو په سوځېدو ۲۱۳ منډې جوړې كړې او لوبه يې وبايلله. د افغانستان د كرکټ ملي لوبډلې پرون په دويمه نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې د کوربه هېواد زمبابوې لوبډلې ته ستره ماتې ورکړه.
د لوبې پچه افغان لوبډلمشر اصغر ستانکزي وګټله او د توپوهنې پرېکړه يې وکړه.
افغان لوبډلې په ټاکل شويو پنځوس اورونو كې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۲۷۱ منډې جوړې کړې او سيالې لوبډلې ته يې ۲۷۲ منډې هدف وټاكه، خو د زمبابوې لوبډلې په ۴۶ اعشاريه ۴ اورونو كې د ټولو لسو لوبغاړو په سوځېدو ۲۱۳ منډې جوړې كړې او لوبه يې وبايلله.
افغانستان په دې لوبه كې زمبابوې ته په ۵۸ منډو ماتې وركړه.
محمد نبي عيسى خېل د لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو، هغه ۱۱۶ منډې جوړې كړې.
د جمعې په ورځ لومړۍ يو ورځنۍ لوبه زمبابوې په ۸ وېکټو ګټلې وه.
د افغانستان او زمبابوې ترمنځ به درېيمه يو ورځنۍ لوبه سبا ترسره شي.
د افغانستان د كركټ ملي لوبډله د زمبابوې له لوبډلې سره د پنځو يو ورځنيو او دوو ۲۰ اوريزو لوبو لپاره دغه هېواد ته تللې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA