د افغانستان د کرکټ بورډ اداره په پام کې لري، چې د کندوز ولايت له زيانمنو وګړو د ملاتړ په هدف د ملي الف او پرمختيايي لوبډلو ترمنځ يوه شل اوريزه سيالي په لاره واچوي. د افغانستان د کرکټ بورډ اداره په پام کې لري، چې د کندوز ولايت له زيانمنو وګړو د ملاتړ په هدف د ملي الف او پرمختيايي لوبډلو ترمنځ يوه شل اوريزه سيالي په لاره واچوي.
ټاکل شوې دغه سيالي د راتلونكې پنجشنبې په ورځ د الکوزي – کابل نړيوال کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.
د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي رئيس نسيم الله دانش وايي، له دغې سيالۍ څخه په لاسته راغلي عايد به د کندوز له زيانمنو وګړو سره مرسته وشي.
د افغانستان د کرکټ بورډ مطبوعاتي دفتر څخه نن كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې دغه اداره به د يادې سيالۍ د ټکټونو له لارې په لاسته راغلو پيسو د کندز له زيانمنو وګړو سره د اړينو توکو مرسته وکړي.