ads

له افغانستان سره ډغره، زمبابوې بيا هم ماته شوه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په زمبابوې کې د دغه هېواد د چيرمين الېون لوبـډلې ته په دويمې يو ورځنۍ تمريني لوبه کې هم ماتې ورکړه.دا لوبه پرون د زمبابوې په بولاوايو ښار کې ترسره شوه، پچه يې د زمبابوې چيرمين الېون لوبډلې وګټله او افغان لوبډلې ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه. د […]

نویسنده: The Killid Group
19 تله 1394
له افغانستان سره ډغره، زمبابوې بيا هم ماته شوه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په زمبابوې کې د دغه هېواد د چيرمين الېون لوبـډلې ته په دويمې يو ورځنۍ تمريني لوبه کې هم ماتې ورکړه.
دا لوبه پرون د زمبابوې په بولاوايو ښار کې ترسره شوه، پچه يې د زمبابوې چيرمين الېون لوبډلې وګټله او افغان لوبډلې ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه. د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په زمبابوې کې د دغه هېواد د چيرمين الېون لوبـډلې ته په دويمې يو ورځنۍ تمريني لوبه کې هم ماتې ورکړه.
دا لوبه پرون د زمبابوې په بولاوايو ښار کې ترسره شوه، پچه يې د زمبابوې چيرمين الېون لوبډلې وګټله او افغان لوبډلې ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.
د كركټ ملي لوبډلې په ۴۹ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو زمبابوې ته د ۲۲۷ منډو هدف وټاكه، خو د زمبابوې چيرمين الېون لوبډلې وركړل شوى هدف پوره نه كړاى شو، ټوله لوبډله يې په ۲۰۴ منډو وسوځېدله او افغانستان دا لوبه د ۲۲ منډو په توپير سره وګټله.
د يادونې وړ ده، چې د تېرې پنجشنبې په ورځ هم افغان لوبډلې يادې لوبډلې ته په لوى توپير سره ماتې ورکړې وه او سبا به ورسره درېيمه او وروستۍ تمريني لوبه ترسره كړي.
تر تمريني لوبو وروسته به د افغانستان او زمبابوې د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د پنځو يو ورځنيو او دوه شل اووريزو نړيوالو لوبو لړۍ د راتلونكې جمعې په ورځ پيل شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA