ads

د کرکټ ملي لوبډله زمبابوې ته روانه شوه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د زمبابوې کرکټ ملي لوبډلې په وړاندې د ۵ نړيوالو يو ورځنيو او ۲ نړيوالو شل اوريزو سياليو ترسره کولو لپاره، چې د روانې اكټوبر مياشتې په ۱۶مه نېټه پيلېږي، نن زمبابوې ته روانه شوه. د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د زمبابوې کرکټ ملي لوبډلې په وړاندې د […]

نویسنده: The Killid Group
13 تله 1394
د کرکټ ملي لوبډله زمبابوې ته روانه شوه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د زمبابوې کرکټ ملي لوبډلې په وړاندې د ۵ نړيوالو يو ورځنيو او ۲ نړيوالو شل اوريزو سياليو ترسره کولو لپاره، چې د روانې اكټوبر مياشتې په ۱۶مه نېټه پيلېږي، نن زمبابوې ته روانه شوه. د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د زمبابوې کرکټ ملي لوبډلې په وړاندې د ۵ نړيوالو يو ورځنيو او ۲ نړيوالو شل اوريزو سياليو ترسره کولو لپاره، چې د روانې اكټوبر مياشتې په ۱۶مه نېټه پيلېږي، نن زمبابوې ته روانه شوه.
د افغانستان كركټ بورډ مطبوعاتي دفتر څخه كليد ته د رالېږل شوې خبرپاڼې له مخې، د ملي لوبډلې سفر په اړه د معلوماتو لپاره د کرکټ بورډ د غونډو په تالار کې يوه خبري ناسته تنظيم شوې وه.
د سرچينې په وينا، د كركټ بورډ اجرايوي رئيس شفيق الله ستانکزي په خبري غونډه كې وويل، چې ملي لوبډله له هره اړخه چمتو ده او د لوبغاړو فزيکي، تخنيکي او رواني پياوړتيا لپاره يې په کابل کې د يوې اونۍ لپاره تمريناتي کمپ په لاره اچولى و.
ستانکزي زياته كړه، چې د لوبو ژوندي خپراوي لپاره يې هلې ځلې لا هم روانې دي او دوى تمه لري، چې مثبتې پايلې به ولري.
د ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر ستانکزي وويل، چې دوى به په زمبابوې کې د سيمه ييزو لوبډلو په وړاندې تمريناتي سيالۍ هم ترسره کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA