ads

امريكا د شپږيزې ليګ مالي لګښت كوي

په كابل کې د امريکا سفارت د شپږيزې کرکټ ليګ سياليو لپاره درې کلن مالي ملاتړ اعلان کړ.د افغانستان كركټ بورډ مطبوعاتي دفتر څخه نن كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، په کابل کې د امريکا سفارت تېر کال هم د شپږيزې کرکټ ليګ د خپراوي لګښت لپاره پانګونه کړې وه، په كابل […]

نویسنده: The Killid Group
6 تله 1394

په كابل کې د امريکا سفارت د شپږيزې کرکټ ليګ سياليو لپاره درې کلن مالي ملاتړ اعلان کړ.
د افغانستان كركټ بورډ مطبوعاتي دفتر څخه نن كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، په کابل کې د امريکا سفارت تېر کال هم د شپږيزې کرکټ ليګ د خپراوي لګښت لپاره پانګونه کړې وه، په كابل کې د امريکا سفارت د شپږيزې کرکټ ليګ سياليو لپاره درې کلن مالي ملاتړ اعلان کړ.
د افغانستان كركټ بورډ مطبوعاتي دفتر څخه نن كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، په کابل کې د امريکا سفارت تېر کال هم د شپږيزې کرکټ ليګ د خپراوي لګښت لپاره پانګونه کړې وه، سږ کال د تېر کال په تفاوت ياد سفارت د شپږيزې کرکټ ليګ لپاره درې کلن مالي ملاتړ اعلان کړ.
د سرچينې په وينا، د شپږيزې کرکټ ليګ لپاره د درې کلن مالي ملاتړ ترلاسه کول يوه ستره لاسته راوړنه ده او د افغانستان کرکټ بورډ اداره به دغو سياليو ته د نورو پرمختګونو په هدف نورې هلې ځلې هم وكړي.
دغه سيالۍ په افغانستان کې د کورني کرکټ په کچه له مخکښو سياليو څخه ګڼل کېږي. په دغو سياليو کې شپږ لوبډلې لوبه کوي او په هره لوبډله کې د زون په کچه پر لوبغاړو سربېره د ملي، ملي الف او ملي نولس کلنې لوبډلې لوبغاړي هم ونډه لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA