د الکوزي احمد شاه بابا څلور ورځنيو سياليو په لړ کې د امو او سپين غر لوبډلو ترمنځ سيالي د اورښت له کبله مساوي پاى ته ورسېده. د دغې سيالۍ پچه، چې د ننګرهار په غازي امان الله خان نړيوال لوبغالي کې په لاره اچول شوې وه؛ د امو لوبډلمشر وګټله او سپين غر لوبډلې ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه. د الکوزي احمد شاه بابا څلور ورځنيو سياليو په لړ کې د امو او سپين غر لوبډلو ترمنځ سيالي د اورښت له کبله مساوي پاى ته ورسېده.
د دغې سيالۍ پچه، چې د ننګرهار په غازي امان الله خان نړيوال لوبغالي کې په لاره اچول شوې وه؛ د امو لوبډلمشر وګټله او سپين غر لوبډلې ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.
سپين غر لوبډلې د خپلې توپوهنې په لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۵۴۹ منډې جوړې کړې، خو امو لوبډلې د خپلې توپوهنې په لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۹۸ منډې جوړې کړې او له دې سره د سپين غر لوبډله د ۳۵۱ منډو په توپير مخکښه شوه.
د سپين غر لوبډلې د خپلې توپوهنې په دوهمه پاڼۍ کې د ۲ لوبغاړو په سوځېدو سره ۴۰ منډې جوړې کړې، چې د درانه اورښت له کبله لوبې دوام ونه کړ او د دواړو لوبډلو ترمنځ مساوي اعلان شوه.
لوبڅارانو سپين غر لوبډلې ته ۱۴ او امو ته ۶ نومرې ورکړې، چې په ټوليزه توګه د سپين غر لوبـډلې ټولې نومرې ۵۳ شوې او د سياليو پايلوبې ته يې لاره پيدا کړه.
د سپين غر لوبډلې لوبغاړى شبير نوري د سيالۍ غوره لوبغاړى اعلان شو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ