ads

افغانستان د اسيا په غوره ليګ سياليو کې له خپلې اتلولۍ دفاع وکړه

د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې په برياليتوب سره د اسيا په غوره ليګ سياليو کې له خپلې اتلولۍ دفاع وکړه او يو ځل بيا يې د دې سياليو اتلولي خپله کړه. د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې په برياليتوب سره د اسيا په غوره ليګ سياليو کې له […]

نویسنده: The Killid Group
12 وږی 1394
افغانستان د اسيا په غوره ليګ سياليو کې له خپلې اتلولۍ دفاع وکړه

د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې په برياليتوب سره د اسيا په غوره ليګ سياليو کې له خپلې اتلولۍ دفاع وکړه او يو ځل بيا يې د دې سياليو اتلولي خپله کړه.

د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې په برياليتوب سره د اسيا په غوره ليګ سياليو کې له خپلې اتلولۍ دفاع وکړه او يو ځل بيا يې د دې سياليو اتلولي خپله کړه.د اسيا د شپـږو هېوادونو د ۱۹ کلنو لوبډلو ترمنځ د کرکټ يو ورځنۍ سيالۍ د وږي په ٦مه د ماليزيا په پايتخت کوالالمپور کې پيل شوې وې، چې نن دافغانستان په اتلولۍ سره پاى ته ورسېدې.
ملي ١٩ کلنې لوبډلې نن خپله وروستۍ لوبه له ماليزيا سره ترسره کړه.
د دې لوبې پچه د ماليزيا لوبډلمشر وګټله او د توپوهنې پرېکړه يې وکړه.
دې لوبډلې په ۴۹ اعشاريه ۱ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۰۵ منډې جوړې کړې او افغان نولس کلنې لوبډلې ته يې ۱۰۶ منډې هدف وټاکه.
افغان توپ وهونکو ورکړل شوی هدف په ۲۱ اعشاريه ۳ اورونو کې د درېيو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او ماليزيا ته يې په ۷ وېکټو ماتې ورکړه.
نوين الحق د سيالۍ غوره لوبغاړی ونومول شو، هغه د سيالې لوبډلې ۶ لوبغاړي وسوځول.
د افغانستان د کرکټ د نولس کلنو ملي لوبډلې تر دې وړاندې سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، نيپال او کويت ته هم سترې ماتې ورکړې وې.
د يادونې وړده، چې افغانستان تېر کال هم په کويت کې د اسيا غوره ليګ سياليو اتلولي خپله کړې وه او دا ځل يې په برياليتوب سره له خپلې اتلولۍ دفاع وکړه.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA