د افغانستان د کرکټ د نولس کلنو ملي لوبډلې نن د اسيا په غوره ليګ سياليو کې، چې د ماليزيا په پايتخت کوالالمپور کې ترسره کېږي، متحده عربي اماراتو ته سخته ماتې ورکړه.
د افغانستان د کرکټ د نولس کلنو ملي لوبډلې نن د اسيا په غوره ليګ سياليو کې، چې د ماليزيا په پايتخت کوالالمپور کې ترسره کېږي، متحده عربي اماراتو ته سخته ماتې ورکړه.
د نننۍ پنځوس اوريزې لوبې پچه د متحده عربي اماراتو لوبډلمشر وګټله او د توپوهنې پرېکړه يې وکړه.
دې لوبډلې په ۳۰ اعشاريه ۵ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۸۸ منډې جوړې کړې او افغان نولس کلنې لوبډلې ته يې ۸۹ منډې هدف وټاکه.
افغان توپ وهونکو ورکړل شوی هدف په ۱۲ اعشاريه ۵ اورونو په داسې حال کې پوره کړ، چې هېڅ لوبغاړی يې نه و سوځېدلی او متحده عربي اماراتو ته يې په لسو وېکټو ماتې ورکړه.
طارق د سيالۍ غوره لوبغاړی ونومول شو، هغه د سيالې لوبډلې ۵ لوبغاړي وسوځول.
د افغانستان د کرکټ د نولس کلنو ملي لوبډلې تر دې وړاندې نيپال او کويت ته هم سترې ماتې ورکړې وې.
د اسيا د شپږو هېوادونو په ګډون د کرکټ غوره ليګ پنځوس اوريزې سيالۍ د تېرې جمعې په ورځ د ماليزيا په پايتخت کوالالمپور ښار کې پيل شوې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ