د جنوبي اسيا له ۱۶ کلونو څخه د کم عمره لوبغاړو د فوټبال سياليو په دوام پرون نيپال، افغانستان ته يو پر صفر ماتې ورکړه. د دې لوبې، چې په بنګله دېش کې ترسره شوه، په ۴۸ مه دقيقه کې د نيپال له ۱۶ کلونو څخه د کم عمره لوبغاړو د فوټبال لوبډلې فارورډ کشيتيز راج
د جنوبي اسيا له ۱۶ کلونو څخه د کم عمره لوبغاړو د فوټبال سياليو په دوام پرون نيپال، افغانستان ته يو پر صفر ماتې ورکړه.
د دې لوبې، چې په بنګله دېش کې ترسره شوه، په ۴۸ مه دقيقه کې د نيپال له ۱۶ کلونو څخه د کم عمره لوبغاړو د فوټبال لوبډلې فارورډ کشيتيز راج (Kshitiz Raj) ګول وواهه.
افغان لوبغاړو د دغه ګول د جبرانولو لپاره ډېرې هڅې وکړې، خو نتيجه يې ترلاسه نه کړای شوه.
دې بري د نيپال لوبډله په خپل (B) ګروپ کې سر ته وخېژوله او د روانو سياليو يې نيمه پايلوبې ته ورسوله.
په نيمه پايلوبو کې به د نيپال لوبډله سبا د (A) ګروپ له مخکښې د هند لوبډلې سره مخامخ شي او افغانستان به له کوربه هېواد بنګله دېش سره د لوبې ډګر ته ووځي.
افغانستان د تېرې چهارشنبې په ورځ مالديپ ته څلور پر ۲ ماتې ورکړې وه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ