ads

د کرکټ ملي لوبډله هېواد ته راستنه شوه

د کرکټ د ۲۰۱۶ کال شل اوريز نړيوال جام ته تر لار موندنې وروسته د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن غرمه هېواد ته راستنه شوهملي لوبډلې ته د حامد کرزي په هوايي ډګر کې د حکومتي چارواکو، د ولسي جرګې غړو او خلکو له لوري هرکلی وويل شو. د کرکټ د ۲۰۱۶ کال شل اوريز […]

نویسنده: The Killid Group
6 زمری 1394
د کرکټ ملي لوبډله هېواد ته راستنه شوه

د کرکټ د ۲۰۱۶ کال شل اوريز نړيوال جام ته تر لار موندنې وروسته د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن غرمه هېواد ته راستنه شوه
ملي لوبډلې ته د حامد کرزي په هوايي ډګر کې د حکومتي چارواکو، د ولسي جرګې غړو او خلکو له لوري هرکلی وويل شو. د کرکټ د ۲۰۱۶ کال شل اوريز نړيوال جام ته تر لار موندنې وروسته د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن غرمه هېواد ته راستنه شوه
ملي لوبډلې ته د حامد کرزي په هوايي ډګر کې د حکومتي چارواکو، د ولسي جرګې غړو او خلکو له لوري هرکلی وويل شو.
د افغانستان د کرکټ بورډ اجرايوي رئيس شفيق ستانکزي کليد ته وويل چې افغانستان د څلورم ځل لپاره نړيوال ۲۰ اوريز جام ته لاره ومونده.
د ستانکزي په خبره، دا چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په دې لوبو کې پنځم مقام خپل کړ او تر دې وړاندې لوبو کې يې دريم مقام خپل کړی و، په ملي لوبډله کې د ځينو ستونزو ښودنه کوي خو دوی هڅه کوي تر نړيوال جام پورې دغه ستونزې له منځه يوسي.
د ۲۰۱۶ کال شل اوريز نړيوال جام ته د غوراوي په لوبو کې افغانستان پی ان جي ته په ماتې ورکولو نړيوال جام ته لاره ومونده او په دې لوبو کې يې عمان ته په ماتې ورکولو پنځم مقام خپل کړ.
د نړيوال جام لوبې د ۲۰۱۶ کال په مارچ مياشت کې په هندوستان کې پيلېږي

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA