ټاکل شوې ده، چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله سبا د ۲۰۱۶ کال ۲۰ اوريز نړيوال جام ته د غوراوي په سياليو کې د پنځم مقام ګټلو لپاره د عمان له لوبډلې سره د لوبې ډګر ته ووځي. ټاکل شوې ده، چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله سبا د ۲۰۱۶ کال ۲۰ اوريز نړيوال جام ته د غوراوي په سياليو کې د پنځم مقام ګټلو لپاره د عمان له لوبډلې سره د لوبې ډګر ته ووځي.
افغانستان پرون پاپو نيو ګيني ته په شپږو وېکټو ماتې ورکړه او راتلونکی ميلادي کال په هند کې د شل اوريز نړيوال جام ترسره کېدونکو سياليو ته يې ته لاره ومونده.
د پرونۍ لوبې پچه پاپو نيو ګيني وګټله او د شپږو لوبغاړو په سوځېدو يې په ټاکل شويو ۲۰ اورونو کې افغان لوبډلې ته ۱۲۸منډې هدف وټاکه.
په ځواب کې افغان لوبډلې دغه هدف د څلورو لوبغاړو په له لاسه ورکولو د نولسم اوور په دوهم توپ پوره کړ.
په لوبه کې تر ټولو زياتې ۶۵ منډې نوروز منګل وکړې او د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه ورکړل شوه.
د کرکټ شل اوريز نړيوال جام ته د لار موندنې په هدف د غوراوي سياليو کې له ۱۴ برخه اخيستونکو هېوادونو څخه د افغانستان، ايرلنډ، سکاټلنډ، هالنډ، عمان او هانګ کانګ شپږو هېوادونو د کرکټ ملي لوبډلو نړيوال جام ته لاره پيدا کړه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ