د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې د کرکټ د شل اوريز جام د غوراوي سياليو په دويمه لوبه کې د متحده عربي اماراتو لوبډلې ته په اتو وېکټو ماتې ورکړه. دا لوبه، چې پرون په سكاټلنډكې ترسره شوه، متحده عربي اماراتو افغانستان ته د ۱۶۵منډو هدف ورکړی و، خو افغان لوبډلې په اتلسم اوور كې د دوو
د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې د کرکټ د شل اوريز جام د غوراوي سياليو په دويمه لوبه کې د متحده عربي اماراتو لوبډلې ته په اتو وېکټو ماتې ورکړه.
دا لوبه، چې پرون په سكاټلنډكې ترسره شوه، متحده عربي اماراتو افغانستان ته د ۱۶۵منډو هدف ورکړی و، خو افغان لوبډلې په اتلسم اوور كې د دوو لوبغاړو په سوځېدو پوره كړ.
شهزاد محمدي په ۳۷ توپونو۷۴ منډې وکړې،۵ شپږيزې او ۷ څلوريزې يې ووهلې.
نوموړي د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه هم وګټله.
افغانستان تردې مخكې وړمه ورځ هالنډ ته هم ماتې وركړې وه او سبا به خپله درېيمه لوبه له سکاټلنډ سره ترسره كړي.
د ۲۰۱۶ كال د كركټ ۲۰ اوريز جام لپاره ټاكنيزو سياليو كې ١٤ لوبډلې برخه لري او په دوو ګروپونو وېشل شوې دي، خو افغانستان په بي ګروپ کې د متحده عربي اماراتو، هالنډ، سکاټلنډ، کاناډا، کينيا او عمان له لوبډلو سره لوبې لري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ