ads

افغان زمریانو هالنډ مات کړ

افغانستان د ۲۰۱۶ کال کرکېټ شل اوريزو نړيوالو اتلوليو ته د غوراوي په سياليو کې خپله لومړۍ لوبه له هالنډه وګټله.د لوبې پچه هالند وګټله او لومړۍ يې افغانستان ته يې د بټېنګ يا توپ وهنې بلنه ورکړه. افغانستان د ۲۰۱۶ کال کرکېټ شل اوريزو نړيوالو اتلوليو ته د غوراوي په سياليو کې خپله لومړۍ […]

نویسنده: The Killid Group
19 چنګاښ 1394

افغانستان د ۲۰۱۶ کال کرکېټ شل اوريزو نړيوالو اتلوليو ته د غوراوي په سياليو کې خپله لومړۍ لوبه له هالنډه وګټله.
د لوبې پچه هالند وګټله او لومړۍ يې افغانستان ته يې د بټېنګ يا توپ وهنې بلنه ورکړه. افغانستان د ۲۰۱۶ کال کرکېټ شل اوريزو نړيوالو اتلوليو ته د غوراوي په سياليو کې خپله لومړۍ لوبه له هالنډه وګټله.
د لوبې پچه هالند وګټله او لومړۍ يې افغانستان ته يې د بټېنګ يا توپ وهنې بلنه ورکړه.
په لوبه کې اصغر ستانکزي او نوروز منګل د ۳۹ منډو ملګرتيا وکړه، سميع الله شينواري هم له محمد نبي عيسی خيل سره د شپېتو منډو په ملګرتيا ولاړ و، چې نبي ۳۳ او شينواري ۴۴ منډې وکړې، د افغانستان په پاڼۍ کې تر ټولو تېزې منډې د نجيب ځدراڼ وې چې  په ۱۱ توپونو يې ۳۳ منډې وکړې.
په دې لوبه کې افغانستان په ټاکلو ۲۰ اورونو کې ۱۶۲ منډې وکړې او هالنډ ته يې د ۱۶۳ منډو هدف وټاکه. بيرته په ځواب کې هالنډ د ټولو لوبغاړو په سوځېدو يوازې ۱۳۰ منډې جوړې کړې او لوبه يې وبايلله.
د افغانستان په توپ اچوونکو کې نجيب الله ځدران او شرف الدين اشرف ښه وځلېدل او درې درې لوبغاړي يې وسوځول.
افغانستان بله لوبه  نن  مازيګر د سکاټلنډ په اېډنبرا کې له متحده عرب اماراتو سره لري.
د ۲۰۱۶ کال شل اوريزو نړيوالو اتلوليو لپاره غوراوي دې سياليو کې افغانستان په بي ګروپ کې له هالنډ، متحده عرب امارات، سکاټلنډ، کېنيا او عمان سره دي

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA