ټاكل شوې ده، چې د افغانستان د كركټ ملي لوبډله نن له جرسي او سبا له هانګ كانګ سره دوه تمريني لوبې ترسره كړي. افغان لوبډلې، چې اوسمهال د ۲۰۱۶ كال د كركټ ۲۰ اوريز جام لپاره ټاكنيزو سياليو كې د ګډون په هدف په انګلستان كې ده، تر دې مخكې درې تمريني
ټاكل شوې ده، چې د افغانستان د كركټ ملي لوبډله نن له جرسي او سبا له هانګ كانګ سره دوه تمريني لوبې ترسره كړي.
افغان لوبډلې، چې اوسمهال د ۲۰۱۶ كال د كركټ ۲۰ اوريز جام لپاره ټاكنيزو سياليو كې د ګډون په هدف په انګلستان كې ده، تر دې مخكې درې تمريني لوبې كړي، يوه يې بايللې او دوه يې ګټلې دي.
د كركټ ملي لوبډله به د ۲۰۱۶ كال د كركټ ۲۰ اوريز جام لپاره ټاكنيزو سياليو كې خپله لومړۍ لوبه د راتلونكې پنجشنبې په ورځ له هالنډ سره ترسره كړي.
د كركټ د شل اوريز نړيوال جام د غوراوي پړاو سياليو کې ١٤ لوبډلې برخه اخلي او په دوو ګروپونو وېشل شوې دي.
افغانستان د دغو سياليو په بي ګروپ کې د متحده عربي اماراتو، هالنډ، سکاټلنډ، کاناډا، کينيا او عمان له لوبډلو سره لوبې لري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ