د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د شل اوريز نړيوال جام د غوراوي پړاو سياليو کې د ګډون په هدف نن لندن ته روانه شوه. د افغانستان د كركټ بورډ وياند فريد هوتك كليد ته وويل، چې د كركټ ملي لوبډله به يوه اونۍ تمرينونه وكړي او تر هغې وروسته به د جولاى په شپږمه نېټه له جرسي او د همدې مياشتې په اوومه نېټه له هانګ كانګ سره دوه تمريني لوبې ترسره كړي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د شل اوريز نړيوال جام د غوراوي پړاو سياليو کې د ګډون په هدف نن لندن ته روانه شوه.
د افغانستان د كركټ بورډ وياند فريد هوتك كليد ته وويل، چې د كركټ ملي لوبډله به يوه اونۍ تمرينونه وكړي او تر هغې وروسته به د جولاى په شپږمه نېټه له جرسي او د همدې مياشتې په اوومه نېټه له هانګ كانګ سره دوه تمريني لوبې ترسره كړي.
د هغه په وينا، د كركټ د شل اوريز نړيوال جام د غوراوي پړاو سيالۍ د جولاى په نهمه نېټه پيلېږي او افغان لوبډله به په خپل ګروپ كې شپږ لوبې ترسره كړي.
نوموړي زياته كړه، چې افغانستان به په خپله لومړۍ لوبه كې د جولاى په نهمه نېټه له هالنډ سره د لوبې ډګر ته ووځي.
د كركټ د شل اوريز نړيوال جام د غوراوي پړاو سياليو کې ١٤ لوبډلې برخه اخلي او په دوو ګروپونو وېشل شوې دي.
افغانستان د دغو سياليو په B ګروپ کې د متحده عربي اماراتو، هالنډ، سکاټلنډ، کاناډا، کينيا او عمان له لوبډلو سره لوبې لري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ