ads

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله لندن ته روانه شوه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د شل اوريز نړيوال جام د غوراوي پړاو سياليو کې د ګډون په هدف نن لندن ته روانه شوه. د افغانستان د كركټ بورډ وياند فريد هوتك كليد ته وويل، چې د كركټ ملي لوبډله به يوه اونۍ تمرينونه وكړي او تر هغې وروسته به د جولاى په شپږمه نېټه […]

نویسنده: The Killid Group
5 چنګاښ 1394

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د شل اوريز نړيوال جام د غوراوي پړاو سياليو کې د ګډون په هدف نن لندن ته روانه شوه. د افغانستان د كركټ بورډ وياند فريد هوتك كليد ته وويل، چې د كركټ ملي لوبډله به يوه اونۍ تمرينونه وكړي او تر هغې وروسته به د جولاى په شپږمه نېټه له جرسي او د همدې مياشتې په اوومه نېټه له هانګ كانګ سره دوه تمريني لوبې ترسره كړي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د شل اوريز نړيوال جام د غوراوي پړاو سياليو کې د ګډون په هدف نن لندن ته روانه شوه.

د افغانستان د كركټ بورډ وياند فريد هوتك كليد ته وويل، چې د كركټ ملي لوبډله به يوه اونۍ تمرينونه وكړي او تر هغې وروسته به د جولاى په شپږمه نېټه له جرسي او د همدې مياشتې په اوومه نېټه له هانګ كانګ سره دوه تمريني لوبې ترسره كړي.

د هغه په وينا، د كركټ د شل اوريز نړيوال جام د غوراوي پړاو سيالۍ د جولاى په نهمه نېټه پيلېږي او افغان لوبډله به په خپل ګروپ كې شپږ لوبې ترسره كړي.

نوموړي زياته كړه، چې افغانستان به په خپله لومړۍ لوبه كې د جولاى په نهمه نېټه له هالنډ سره د لوبې ډګر ته ووځي.

د كركټ د شل اوريز نړيوال جام د غوراوي پړاو سياليو کې ١٤ لوبډلې برخه اخلي او په دوو ګروپونو وېشل شوې دي.

افغانستان د دغو سياليو په B  ګروپ کې د متحده عربي اماراتو، هالنډ، سکاټلنډ، کاناډا، کينيا او عمان له لوبډلو سره لوبې لري.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA