ټاكل شوې ده، چې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د سې شنبې په ورځ د كمبوديا له لوبډلې سره د لوبې ډګر ته ووځي. دا لوبه د فوټبال د ۲۰۱۸ كال نړيوال جام لوبو ته د لارې موندلو د سياليو په لړ كې ترسره كېږي.
ټاكل شوې ده، چې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د سې شنبې په ورځ د كمبوديا له لوبډلې سره د لوبې ډګر ته ووځي.
دا لوبه د فوټبال د ۲۰۱۸ كال نړيوال جام لوبو ته د لارې موندلو د سياليو په لړ كې ترسره كېږي.
د فوټبال ملي لوبډله وړمه ورځ له ايران څخه كمبوديا ته رسېدلې او اوسمهال په تمرينونو بوخته ده.
د فوټبال فدراسيون وياند سيد علي کاظمي وايي، چې د افغانستان او كمبوديا ترمنځ لوبه به د سې شنبې په ورځ د كابل په وخت د مازيګر په څلورو بجو پيل شي.
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د تېرې پنجشنبې د ايران په مشهد ښار کې د يادو سياليو په لړ کې د سوريې له لوبډلې څخه ماتې وخوړه.
د فوټبال د نړيوال جام لوبو ته د لارې موندلو په سياليو کې افغانستان په E ګروپ کې له کمبوديا، جاپان، سينګاپور او سوريې سره مخامخ دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ