ټاكل شوې ده، چې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله سبا د ايران په مشهد كې د سوريې له لوبډلې سره د لوبې ډګر ته ووځي. دا لوبه د فوټبال د ۲۰۱۸ كال نړيوال جام لوبو ته د لارې موندلو د سياليو په لړ كې ترسره كېږي.
ټاكل شوې ده، چې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله سبا د ايران په مشهد كې د سوريې له لوبډلې سره د لوبې ډګر ته ووځي.
دا لوبه د فوټبال د ۲۰۱۸ كال نړيوال جام لوبو ته د لارې موندلو د سياليو په لړ كې ترسره كېږي.
د فوټبال د نړيوال جام لوبو ته د لارې موندلو په سياليو کې افغانستان په E ګروپ کې له کمبوديا، جاپان، سينګاپور او سوريې سره مخامخ دى.
تر دې مخكې افغان لوبډلې د نړيوال جام لوبو ته د لارې موندلو سياليو لپاره د تياريو په لړ كې د بنګله دېش له لوبډلې سره دوستانه لوبه مساوي پاى ته ورسوله، خو د لاووس لوبډلې ته يې ماتې وركړه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ