د افغانستان او بنګلدېش د فوټبال لوبډلو ترمنځ دوستانه لوبه مساوي شوه او دواړو لوبډلو يو – يو ګول وواهه. دغه لوبه پرون د بنګلدېش په پايتخت ډاکه كې ترسره شوه.
د افغانستان او بنګلدېش د فوټبال لوبډلو ترمنځ دوستانه لوبه مساوي شوه او دواړو لوبډلو يو – يو ګول وواهه.
دغه لوبه پرون د بنګلدېش په پايتخت ډاکه كې ترسره شوه.
بنګلدېش د لوبې په څلورمه دقيقه کې ګول وواهه او تر اخره يې لوبه په خپل کنټرول کې لرله، خو د لوبې په اضافي وخت کې افغان لوبغاړي عصمت شينواري ګول وواهه او لوبه يې مساوي کړه.
دا لوبه د ۲۰۱۸ کال د نړيوال جام لوبو ته د لارې موندلو سياليو لپاره د تياريو په لړ كې ترسره شوه.
افغان لوبډلې تر دې مخكې د تېرې جمعې په ورځ په ىوه دوستانه لوبه کې د لاووس لوبډلې ته ماتې وركړې وه.
د فوټبال د نړيوال جام لوبو ته د لارې موندلو په سياليو کې افغانستان په E ګروپ کې له کمبودىا، جاپان، سينګاپور او سورىې سره مخامخ دى.
افغانستان خپله لومړۍ لوبه د جون مياشتې په يوولسمه نېټه له سورىې سره کوي، چې د اىران په مشهد کې ترسره کېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ