د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله نن په ډاكه كې د بنګله دېش له لوبډلې سره يوه دوستانه لوبه ترسره كړي. دا لوبه د ۲۰۱۸ کال د نړيوال جام مقدماتي سياليو لپاره د تياريو په لړ كې ترسره كېږي.
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله نن په ډاكه كې د بنګله دېش له لوبډلې سره يوه دوستانه لوبه ترسره كړي.
دا لوبه د ۲۰۱۸ کال د نړيوال جام مقدماتي سياليو لپاره د تياريو په لړ كې ترسره كېږي.
افغان لوبډلې تر دې مخكې د تېرې جمعې په ورځ په يوه دوستانه لوبه کې د لاووس لوبډلې ته ماتې وركړه.
د فوټبال د نړيوال جام لوبو ته د لارې موندلو په سياليو کې افغانستان په E ګروپ کې له کمبودىا، جاپان، سينګاپور او سورىې سره مخامخ دى.
افغانستان خپله لومړۍ لوبه د جون مياشتې په يوولسمه نېټه له سورىې سره کوي، چې د اىران په مشهد کې ترسره کېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ