د ميدان وردګو ولايت په نرخ ولسوالۍ کې د کليو پراختيا ادارې د ثبات پروګرام په نږدې دوه نيم ميليونه افغانيو مالي لګښت د واليبال او فوټبال ۴ لوبغالي جوړ او پرون ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.
د ميدان وردګو ولايت په نرخ ولسوالۍ کې د کليو پراختيا ادارې د ثبات پروګرام په نږدې دوه نيم ميليونه افغانيو مالي لګښت د واليبال او فوټبال ۴ لوبغالي جوړ او پرون ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.
دغه لوبغالي په نرخ ولسوالۍ کې د ډاکټر عبدالوکيل او چين زايي لېسو ته څېرمه جوړ شوي دي.
د ميدان وردګو ولايت مقام له مطبوعاتي دفتره په خپرې شوې خبرپاڼې كې راغلي، چې د دغو لوبغالو د جوړېدو چارې شاوخوا شپږ مياشتې وړاندې پيل شوې وې او اوس ترې سلګونه ځوانان ګټه اخيستلاى شي.
د سرچينې په وينا، تر دې وړاندې هم لسګونه نور لوبغالي د ميدان وردګو ولايت په بېلابېلو سيمو کې د کليو پراختيا او بيارغونې ادارې د ثبات پروګرام له لوري جوړ او ګټې اخيستنې ته سپارل شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ