د پکتيا په مرکز ګردېز کې نږدې يوه مياشت وړاندې د ۶۲ لوبډلو تر منځ د کرکټ پيل شوې سيالۍ د شنبې په ورځ د ميوند لوبډلې په ګټه پای ته ورسېدې.
د پکتيا مرکزي ښار ګردېز چې د کال اکثره وختونه يې دوړي او بادونه وي، لوبغالی پکې نشته، بيا هم دا لوبغاړي د خپلو مينه والو تنده خړوبوي او له نورو سره د سيالۍ ارادې لري.
د پکتيا په مرکز ګردېز کې نږدې يوه مياشت وړاندې د ۶۲ لوبډلو تر منځ د کرکټ پيل شوې سيالۍ د شنبې په ورځ د ميوند لوبډلې په ګټه پای ته ورسېدې.
د پکتيا مرکزي ښار ګردېز چې د کال اکثره وختونه يې دوړي او بادونه وي، لوبغالی پکې نشته، بيا هم دا لوبغاړي د خپلو مينه والو تنده خړوبوي او له نورو سره د سيالۍ ارادې لري.
يوه مياشت وړاندې د ګردېز ښار لويديځې څنډې ته د دوړو او ګردونو په يو پوښلي لوبغالي کې دوه شپيته لوبډلو د سيالۍ ډګر ته راودانګل. په دې لوبډلو کې د جنګ ځپليو او له ښاره د لرې پرتو کليو و بانډو ځوانان هم ولوبېدل.
سيالۍ د سمون او بدلون او ميوند لوبډلو په پايلوبه پای ته ورسېدې، چې ميوند پکې بريا خپله کړه.
وروستۍ لوبه د خرابې هوا له کبله له شل اورونو څخه څوارلسو ته را ښکته شوه، چې سمون او بدلون په څوارلسو اورونو کې د ميوند لوبډلې ته سل منډې هدف وټاکه او ميوند لوبډله ياد هدف ته د ديارلسو اورونو په لوبولو او نهه لوبغاړو په سوزېدو ورسېدله.
دا سيالۍ د مخکيني جممهور رئيس ډاکتر نجيب الله په نوم وشوې، چې د يوې مياشتې په اوږدو کې يې هره ورځ سلګونه سيلانيان لرل.
د سياليو يو سمبالوونکی شهسوار وايي، چې دوی هڅه کوي، د ځوانانو د ښې روزنې په موخه ورته نور پروګرامونه او سيالۍ تر سره کړي.
د سياليو ګډونوال خوښ دي، چې په کمو امکاناتو ورته د لوبو زمينه برابره شوې ده، دوی وايي که افغان حکومت د ځوانانو د بوختيا لپاره مناسبې زمينې برابرې کړي نو شونې ده، چې ګڼې ټولنيزې ناخوالې ورسره راکمې شي.
دوی وايي د نشه يي توکيو پر وړاندې د مبارزې، له جنګه د ځوانانو را ګرځېدو او يوالي ته د رابللو لپاره تر ټولو ښه لاره د لوبو لپاره زمينه سازي ده.
احمدالله همدا خبره کوي : «دلته لوبغاړو ته هيڅ توجه نه کېږي، که حکومت په دې برخه کې پانګونه وکړي نو نشه يي توکي، جنګ او نورې ناخوالې به بيا نه وي».
په پکتيا کې د نورو لوبو په پرتله د کرکټ لوبې مينه وال خورا زيات دي، يوازې د کرکټ بورډ له ولايتي ادارې سره ۱۲۱ لوبډلې ثبت دي، چې د دې ور ها خوا په نږدې هر کلي کې يوه لوبدله شته خو تر اوسه پورې د ځوانانو د غوښتنو باوجود د کرکټ لوبې او سياليو لپاره هيڅ زمينه سازي نه ده شوې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ