په خوست ولايت كې د فوټبال د غوره ليګ پيل شوې سيالۍ دوام لري.
د خوست په ملي لوبغالي کې پرون د همدې سياليو په ترڅ کې له (ب) ګروپ څخه د دغه ولاىت د ګربزو سرحدي او ميدان هواىي فوټبال لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شوه.

لوبه ماسپښين مهال درې نيمې بجې پيل شوه.
د خوست د المپىک امرىت وىاند محمد شاه فضل ىار تېره ورځ كليد ته وويل، چې په دې لوبه کې مىدان هواىي لوبډلې وکولاى شول د ګربزو سرحدي فوټبال لوبډلې ته د يو په مقابل كې په درېيو ګولو ماتې ورکړي.
د نوموړي په وينا، د فوټبال د غوره لىګ په دې پىل شوىو سىالىو کې تر دې مهاله ۱۱ لوبې شوي او ۱۸ نورې پاتې دي.
ټاکل شوې ده، چې نن له الف ګروپ څخه د دوو نورو لوبډلو حىدرخېل برىال او لټکو شاهىن ترمنځ سيالي ترسره شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ