د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې تجربه لرونکى او پياوړى لوبغاړى اصغر ستانکزى د لوبډلمشر په توګه وټاکل شو. د نوموړي نوې دنده نن په يوه خبري ناسته کې د افغانستان د کرکټ بورډ مشر ټاکونکي دولت احمدزي له لوري اعلان شوه.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې تجربه لرونکى او پياوړى لوبغاړى اصغر ستانکزى د لوبډلمشر په توګه وټاکل شو.
د نوموړي نوې دنده نن په يوه خبري ناسته کې د افغانستان د کرکټ بورډ مشر ټاکونکي دولت احمدزي له لوري اعلان شوه.
همدارنګه په دې خبري غونډه كې شېرآغا همکار د کرکټ ملي لوبډلې د نوي مدير په توګه اعلان شو.
نوي لوبډلمشر اصغر ستانکزي ژمنه وكړه، چې په پوره مسووليت سره به د لوبډلې مشري ترسره کړي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبـډلې پخواني لوبډلمشر محمد نبي عيسى خېل د تېرې دوشنبې په ورځ له خپلې دندې استعفا ورکړه او په ډاګه يې کړه، چې کپتانۍ يې پر لوبې بده اغېزه کړې وه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ