ads

ميدان وردګو كې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره ليګ سيالۍ پيل شوې

د ميدان وردګو ولايت د بدني روزنې امريت له لوري په مرکز ميدانښار کې د دغه ولايت د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال د غوره ليګ سيالۍ نن پيل شوې، چې شاوخوا اته اونۍ به دوام وکړي. د ميدان وردګو ولايت د بدني روزنې امريت له لوري په مرکز ميدانښار کې د دغه ولايت د […]

نویسنده: The Killid Group
1 غویی 1394
ميدان وردګو كې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره ليګ سيالۍ پيل شوې

د ميدان وردګو ولايت د بدني روزنې امريت له لوري په مرکز ميدانښار کې د دغه ولايت د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال د غوره ليګ سيالۍ نن پيل شوې، چې شاوخوا اته اونۍ به دوام وکړي.

د ميدان وردګو ولايت د بدني روزنې امريت له لوري په مرکز ميدانښار کې د دغه ولايت د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال د غوره ليګ سيالۍ نن پيل شوې، چې شاوخوا اته اونۍ به دوام وکړي.

د ميدان وردګو ولايت د بدني روزنې امر عين الدين حقبين وايي، د دې سياليو له جوړولو څخه يې هدف د زونونو ترمنځ د راتلونکو فوټبال سياليو لپاره له ميدان وردګو ولايت څخه د پياوړې لوبډلې ټاکل دي.

هغه زياته کړه، هره لوبډله چې د دې سياليو لومړى مقام ترلاسه کړي، د زونونو ترمنځ د فوټبال په جوړېدونکو سياليو کې به د ميدان وردګو ولايت استازيتوب وکړي.

هره ورځ به د دغو سياليو د ګډونوالو دوو لوبډلو ترمنځ يوه سيالي ترسره شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA