د افغانستان د کرکټ د ملي لوبـډلې لوبډلمشر محمد نبي عيسى خېل نن رسماً له خپلې كپتانۍ څخه استعفا وکړه. نوموړي په يوه خبري غونډه كې وويل، چې تردې وروسته به په ملي لوبډله کې د يوه عادي لوبغاړي په توګه خپلې دندې ته دوام وركړي او له نوي لوبډلمشر
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبـډلې لوبډلمشر محمد نبي عيسى خېل نن رسماً له خپلې كپتانۍ څخه استعفا وکړه.
نوموړي په يوه خبري غونډه كې وويل، چې تردې وروسته به په ملي لوبډله کې د يوه عادي لوبغاړي په توګه خپلې دندې ته دوام وركړي او له نوي لوبډلمشر سره به خپلې تجربې شريکې كړي.
د افغانستان د كركټ بورډ عمومي رئيس نسيم الله دانش د محمد نبي عيسى خېل استعفا د هغه شخصي پرېكړه وبلله او نوموړى يې د كركټ د ملي لوبډلې د ملا تير ياد كړ.
د يادونې وړ ده، چې محمد نبي عيسى خېل دوه كاله د لوبډلمشر په توګه دنده ترسره کړه.
د افغانستان كركټ بورډ وايي، چې ډېر ژر به نوى لوبډلمشر خلكو ته ور وپېژني.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ