په كابل كې د كركټ د ميليون ليګ سياليو په نهمه لوبه کې پرون اېن اېف سي لوبډلې خپلې سيالې داوي اتلان لوبډلې ته په ۱۲۰ منډو ستره ماتې وركړه. د دې لوبې پچه د داوي اتلان لوبډلې لوبډلمشر وګټله او اېن اېف سي لوبډلې ته يې د توپ وهنې بلنه وكړه.
په كابل كې د كركټ د ميليون ليګ سياليو په نهمه لوبه کې پرون اېن اېف سي لوبډلې خپلې سيالې داوي اتلان لوبډلې ته په ۱۲۰ منډو ستره ماتې وركړه.
د دې لوبې پچه د داوي اتلان لوبډلې لوبډلمشر وګټله او اېن اېف سي لوبډلې ته يې د توپ وهنې بلنه وكړه.
د اېن اېف سي لوبډلې په ټاکل شويو شلو اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۹۷ منډې وکړې او سيالې لوبډلې ته يې ۱۹۸ منډې هدف وټاكه، خو د داوي اتلان لوبډلې ونشو كولاى، چې وركړل شوى هدف پوره كړي او ټول لوبغاړي يې په پينځلسم اوور کې د ۷۷ منډو له جوړولو وروسته وسوځېدل.
د ميليون ليګ سياليو په لسمه لوبه کې پرون د ايرو بازان لوبډلې وکړای شو، چې المصافي لوبډلې ته په دريو وېکټو ماتې ورکړي.
د دې سياليو په لړ كې به نن دوه نورې لوبې ترسره شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ