ads

اين اېف سي ټايګر لوبډلې داوي اتلان لوبډلې ته ماتې وركړه

په كابل كې د كركټ د ميليون ليګ سياليو په نهمه لوبه کې پرون اېن اېف سي لوبډلې خپلې سيالې داوي اتلان لوبډلې ته په ۱۲۰ منډو ستره ماتې وركړه. د دې لوبې پچه د داوي اتلان لوبډلې لوبډلمشر وګټله او اېن اېف سي لوبډلې ته يې د توپ وهنې بلنه وكړه. په كابل كې […]

نویسنده: The Killid Group
26 وری 1394
اين اېف سي ټايګر لوبډلې داوي اتلان لوبډلې ته ماتې وركړه

په كابل كې د كركټ د ميليون ليګ سياليو په نهمه لوبه کې پرون اېن اېف سي لوبډلې خپلې سيالې داوي اتلان لوبډلې ته په ۱۲۰ منډو ستره ماتې وركړه. د دې لوبې پچه د داوي اتلان لوبډلې لوبډلمشر وګټله او اېن اېف سي لوبډلې ته يې د توپ وهنې بلنه وكړه.

په كابل كې د كركټ د ميليون ليګ سياليو په نهمه لوبه کې پرون اېن اېف سي لوبډلې خپلې سيالې داوي اتلان لوبډلې ته په ۱۲۰ منډو ستره ماتې وركړه.

د دې لوبې پچه د داوي اتلان لوبډلې لوبډلمشر وګټله او اېن اېف سي لوبډلې ته يې د توپ وهنې بلنه وكړه.

د اېن اېف سي لوبډلې په ټاکل شويو شلو اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۹۷ منډې وکړې او سيالې لوبډلې ته يې ۱۹۸ منډې هدف وټاكه، خو د داوي اتلان لوبډلې ونشو كولاى، چې وركړل شوى هدف پوره كړي او ټول لوبغاړي يې په پينځلسم اوور کې د ۷۷ منډو له جوړولو وروسته وسوځېدل.

د ميليون ليګ سياليو په لسمه لوبه کې پرون د ايرو بازان لوبډلې وکړای شو، چې المصافي لوبډلې ته په دريو وېکټو ماتې ورکړي.

د دې سياليو په لړ كې به نن دوه نورې لوبې ترسره شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA