د كركټ د نړيوال جام سياليو پايلوبه كې نن د اسټراليا او نيوزيلنډ لوبډلې د لوبې ډګر ته وتلې دي. د ننۍ لوبې پچه، چې په اسټراليا كې ترسره كېږي د نيوزيلنډ لوبډلمشر وګټله او د توپ وهنې پرېكړه يې وكړه، چې د ۴۵ اورونو په لوبولو سره يې د ټولو
د كركټ د نړيوال جام سياليو پايلوبه كې نن د اسټراليا او نيوزيلنډ لوبډلې د لوبې ډګر ته وتلې دي.
د ننۍ لوبې پچه، چې په اسټراليا كې ترسره كېږي د نيوزيلنډ لوبډلمشر وګټله او د توپ وهنې پرېكړه يې وكړه، چې د ۴۵ اورونو په لوبولو سره يې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۳ منډې وكړې او سيالې لوبډلې ته يې د ۱۸۴ منډو هدف كېښود.
دا چې اسټراليا به د دغه هدف په پوره كولو وتوانېږي كې كه نه، د لوبې پاى كې به په ډاګه شي.
په نيمه پايلوبه كې لومړى نيوزيلنډ، جنوبي افريقا او بيا اسټراليا هند ته ماتې وركړه او پايلوبې ته يې لاره پيدا كړه.
اسټراليا او نيوزيلنډ د کرکټ د نړيوال جام سياليو، چې د فبرورۍ په څوارلسمه نېټه پيل شوې؛ کوربانه وو او په دې سياليو كې د افغانستان په ګډون د ۱۴هېوادونو د كركټ ملي لوبډلو برخه لرله.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ