ads

اسټراليا د ۲۰۱۵ ميلادي كال د كركټ نړيوال جام وګټلو

د كركټ د نړيوال جام سياليو په پايلوبه كې نن اسټراليا نيوزيلنډ ته ماتې وركړه او ددغه جام اتلولي يې خپله كړه. اسټراليا تر دې وړاندې هم ۴ نړيوال جامونه ګټلي وو.     د كركټ د نړيوال جام سياليو په پايلوبه كې نن اسټراليا نيوزيلنډ ته ماتې وركړه او ددغه جام اتلولي يې خپله […]

نویسنده: The Killid Group
9 وری 1394
اسټراليا د ۲۰۱۵ ميلادي كال د كركټ نړيوال جام وګټلو

د كركټ د نړيوال جام سياليو په پايلوبه كې نن اسټراليا نيوزيلنډ ته ماتې وركړه او ددغه جام اتلولي يې خپله كړه. اسټراليا تر دې وړاندې هم ۴ نړيوال جامونه ګټلي وو.

 

 

د كركټ د نړيوال جام سياليو په پايلوبه كې نن اسټراليا نيوزيلنډ ته ماتې وركړه او ددغه جام اتلولي يې خپله كړه.

اسټراليا تر دې وړاندې هم ۴ نړيوال جامونه ګټلي وو.

د ننۍ لوبې پچه، چې په اسټراليا كې ترسره كېږي د نيوزيلنډ لوبډلمشر وګټله او د توپ وهنې پرېكړه يې وكړه، چې د ۴۵ اورونو په لوبولو سره يې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۳ منډې وكړې او سيالې لوبډلې ته يې د ۱۸۴ منډو هدف كېښود.

اسټراليا ياد هدف په ۳۲ اور كې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو پوره كړ او پايلوبه يې وګټله.

په نيمه پايلوبه كې لومړى نيوزيلنډ، جنوبي افريقا او بيا اسټراليا هند ته ماتې وركړه او پايلوبې ته يې لاره پيدا كړه.

اسټراليا او نيوزيلنډ د کرکټ د نړيوال جام سياليو، چې د فبرورۍ په څوارلسمه نېټه پيل شوې؛ کوربانه وو او په دې سياليو كې د افغانستان په ګډون د ۱۴هېوادونو د كركټ ملي لوبډلو برخه لرله.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA