د كركټ د ۲۰۱۵م كال نړيوال جام سياليو كې د آستراليا كركټ ملي لوبډلې هندوستان ته په ماتې وركولو پاى لوبې ته لار ومونده.
د كركټ د ۲۰۱۵م كال نړيوال جام سياليو كې د آستراليا كركټ ملي لوبډلې هندوستان ته په ماتې وركولو پاى لوبې ته لار ومونده.
پچه د آسټراليا لوبډلې وګټله او په ټاكل شويو پنځوس اورونو كې يې د خپلو ۷ لوبغاړو په سوځېدوسره ۳۲۸ منډې جوړې او مقابل لورې ته يې د ۳۲۹منډو لوى هدف مخ كې كېښود.
خو د هندوستان كركټ ملي لوبډلې له پوره كوښښ وروسته هم ياد هدف ته ځان ونه رسوه او خپل ټول لوبغاړې يې د ۲۳۳ منډو په جوړولو سره د ۴۶ اور په وروستي توپ له لاسه وركړل او ماته يې ومنله.
د يادونې ده چې د نړيوال جام وروستۍ لوبه د كوربه اسټراليا او نوي زيلاند ترمنځ د يكشنبې په ورځ د مارچ په ۲۹ مه نېټه ترسره شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ