د كركټ د نړيوال جام په لومړۍ نيمه پايلوبه كې نيوزلنډ جنوبي افريقا ته په ۴ وېكټو ماتې وركړه او پايلوبې ته يې لاره ومونده. د لوبې پچه، نيوزلنډ وګټله اوجنوبي افريقا ته يې د توپ وهنې بلنه وركړه، چې د باران د اورښت له كبله د ډي ال مېتود له مخې، جنوبي افريقا په ټاكل شويو
د كركټ د نړيوال جام په لومړۍ نيمه پايلوبه كې نيوزلنډ جنوبي افريقا ته په ۴ وېكټو ماتې وركړه او پايلوبې ته يې لاره ومونده.
د لوبې پچه، نيوزلنډ وګټله اوجنوبي افريقا ته يې د توپ وهنې بلنه وركړه، چې د باران د اورښت له كبله د ډي ال مېتود له مخې، جنوبي افريقا په ټاكل شويو ۴۳ اورونو كې خپلې سيالې لوبډلې ته ۲۹۸ منډې هدف وټاكه.
نيوزلنډ وكولاى شول په وروستي اوور كې د خپلو ۶ لوبغاړو په سوځېدو ټاكل شوى هدف تر لاسه كړي او پايلوبې ته لاره ومومي.
ټاكل شوې د پنجشنبې په ورځ په دويمه نيمه پايلوبه كې اسټراليا د هندوستان پر وړاندې د لوبې ډګر ته ووزي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ