ټاكل شوې د افغانستان په وخت سبا سهار پنځه نيمې بجې د كركټ نړيوال جام په لومړۍ نيمه پايلوبه كې جنوبي افريقا د نيوزيلنډ پر وړاندې لوبه وكړي. تر دې وروسته به د پنجشنبه په ورځ په دويمه نيمه پايلومه كې اسټراليا د هندوستان پر وړاندې بخت ازمايي.
ټاكل شوې د افغانستان په وخت سبا سهار پنځه نيمې بجې د كركټ نړيوال جام په لومړۍ نيمه پايلوبه كې جنوبي افريقا د نيوزيلنډ پر وړاندې لوبه وكړي.
تر دې وروسته به د پنجشنبه په ورځ په دويمه نيمه پايلومه كې اسټراليا د هندوستان پر وړاندې بخت ازمايي.
تر دې وړاندې په لومړۍ منځلوبه كې، جنوبي افريقا، سريلانكا ته ماتې وركړه او په دويمه منځلوبه كې بيا هند بنګلدېش له نيمه پايلوبو مايوسه كړ.
په درېيمه منځلوبه كې اسټراليا، پاكستان خپل كور ته ستون كړ او په څلورمه منځلوبه كې بيا نيوزيلنډ د ويسټ انډيز بده ملمېستيا وكړه او له نړيوالو لوبو يې را بهر كړ.
ټاكل شوې د نړيوال جام پايلوبه د مارچ مياشتې په ۲۹ مه نېټه په اسټراليا كې ترسره شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ