ads

جنوبي افرىقا سرىلانکا ته په ماتې وركولو نىمه پاىلوبې ته ورسېده

د ۲۰۱۵ کال د کرکټ نړىوال جام سىالىو په لومړۍ منځلوبه کې نن جنوبي افرىقا سرىلانکا ته په ۹ وېکټو ماتې ورکړه او نىمه پاىلوبې ته ىې لار ومونده. د ۲۰۱۵ کال د کرکټ نړىوال جام سىالىو په لومړۍ منځلوبه کې نن جنوبي افرىقا سرىلانکا ته په ۹ وېکټو ماتې ورکړه او نىمه پاىلوبې ته […]

نویسنده: The Killid Group
27 کب 1393
جنوبي افرىقا سرىلانکا ته په ماتې وركولو نىمه پاىلوبې ته ورسېده

د ۲۰۱۵ کال د کرکټ نړىوال جام سىالىو په لومړۍ منځلوبه کې نن جنوبي افرىقا سرىلانکا ته په ۹ وېکټو ماتې ورکړه او نىمه پاىلوبې ته ىې لار ومونده. د ۲۰۱۵ کال د کرکټ نړىوال جام سىالىو په لومړۍ منځلوبه کې نن جنوبي افرىقا سرىلانکا ته په ۹ وېکټو ماتې ورکړه او نىمه پاىلوبې ته ىې لار ومونده.
د دې لوبې پچه، چې په اسټراليا كې ترسره شوه؛ د سريلانكا لوبډلې لوبډلمشر وګټله او په خپله يې د توپ وهنې پرېكړه وكړه.
د سريلانكا د كركټ ملي لوبډلې په ۳۷ اعشاريه ۲ اورونو كې د لسو لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۳ منډې جوړې كړې او سيالې لوبډلې ته يې ۱۳۴ منډې هدف وټاكه، خو د جنوبي افريقا لوبډلې په ۱۸ اورونو كې د يوه لوبغاړي په سوځېدو ياد هدف پوره كړ او سريلانكا ته يې په نهو وېكټو ماتې وركړه.
اسټراليا او نيوزيلنډ د کرکټ د نړيوال جام سياليو، چې د فبرورۍ په څوارلسمه نېټه پيل شوې؛ کوربانه دي.
دا سيالۍ د افغانستان په ګډون د ۱۴ هېوادونو ترمنځ پيل شوې وې، خو اته لوبډلې وتوانېدې، چې منځلوبو ته لاره پيدا كړي.
د كركټ د نړيوال جام سياليو دويمه منځلوبه كې به سبا د هند او بنګله دېش لوبډلې له يو بل سره د لوبې ډګر ته ووځي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA